IQNA

   الازهر په انګلستان کې په مسلمانانو اوجوماتونو حملې محکومې کړې

9:22 - August 17, 2024
د خبر لمبر: 3489706
ایکنا - د مصر الازهر پوهنتون په انګلستان کې  د زوړپالو افراطیانو  ډلو په کړچار او ددغه هیواد  د مسلمانانو او جوماتونو په ضد دوي تاؤتریخجنو اقداماتو باندې سختې نیوکې وکړې.

  ایکنانیوز البوصله  له قوله راپور راکړ،د انګلستان په ساؤت پورټ  ښار کې د جنایت دعامل د هویّت په باب د ناسمو خبرونو په خپریدا  په ټولنیزو چینلونو  او په دې باب دناسمو  ادعاګانو په مطرح کیدا پسې چې ددغه جنایت عامل یو مسلمان مهاجر دی ، په انګلستان کې افراطي ډلو ټپلو ددغه هیواد مسلمانانو او جوماتونو په  ضد  خپلې حملې پیل کړې چې دا  چاره  د الازهر له غبرګون سره مخ شوې او دغه اورګان د مسلمانانو او جوماتونو په ضد ترسره شوي اقدامات په کلکه محکوم کړل.

الازهر په دغې اعلامیې کې  له دغو اقداماتو سره  چې موخه ئې  دانګلستان د مسلمانانو په باب دنفرت خورول او  دانګلستان دښاریزو دپراخو پرګنو  ترمیځ د ویرې اووحشت خوریداده، ددغه خطرناک  بهیر  د حملو په وړاندې  چې د اړئ ګړئ په پراختیا پسې دي ، د مسلمانانو د ساتنې په ضرورت ټينګار  وکړ او دټولو به باب  ئې له توپیر پرته د قانون داجرا کیدا غوښتنه وکړه.

د مصر الازهر  همداراز  مسلمانانود  ډآډ ورکولو او د دوي د ساتنې په باب د ژمنتیاؤ  په اړه  د انګلستان د حکومت ددریځ  او د انګریز لومړی وزیر  کیّیر اسټارمر   او د کورنیو چارو د  وزیر ایوت کوپر د څرګندونو  قدرونه وکړه.

https://iqna.ir/fa/news/4231979/

captcha